IQNA

په بحرین کې په اعدام محکو له دولسو بندیانو په ملاتړ کې امریکایي کمپاین

8:45 - September 09, 2020
د خبر لمبر: 3483600
تهران (ایکنا) - د بشري حقوقو په زمینه کې یو فعال امریکایي سازمان، په بحرین کې په اعدام محکومو له دولسو سیاسي بندیانو په ملاتړ کې کمپاین پيل کړ.

په بحرین کې د بشري حقوقو او ډموکراسۍ امریکایي حامیانو، په دوو ژبو کې یو کمپاین پیل کړ.

دا کمپاین په عربۍ کې په #کلا_للإعدام او په انګلیسۍ کې (#EndDeathPenalty) هشټګ سره د دغه بندیانو له اعدام سره مخالفت لپاره پیل شوی دی.

په دې کمپاین کې، له نهو اروپایي هیوادونو اسپانیا، جرمني، فرانس، سوئیس، هالینډ، ایرلینډ، ایټالیا، ډنمارک، بلژیک او له لبنان فعالانو ګډون وکر. وروستۍ میاشت، دې سازمان په بحرین کې د سیاسي بندیانو اعدام د پای ته رسیدو غوښتنه کړې وه.

د اروپا بشري حقوقو فعالانو په یوې لنډه ویډیو کې د یو لیک په لوستلو سره په اعدام باندې له محکوم کسانو سره د خپلې همغږی خبر ورکړ او د هغوي د خوشی کولو غوښتنه یي وکړ.

3921814

captcha