د افغانستان خارجه وزارت نن په يوې خبرپاڼه کښې وويل، په افغانستان کښې د ايران سفير بهادر امينيان د افغانستان د خارجه وزارت له سرپرست محمد حنيف اتمر سره په کتنه کښې په افغانستان کښې د صلحې له بهير څخه ملاتړ کړے دے.
د افغانستان د خارجه وزارت په خبرپاڼه کښې راغلي دي، حنيف اتمر هم د افغانستان د صلحې د خبرو اترو په اړه د ايران له ملاتړونو او ورسره هر اړخيزو ملګرتيا په تېره بيا په ايران کښې د مېشته افغان مهاجرينو څخه له ملاتړه او همدارنګ په ايران کښې د مېشته افغانانولپاره د تشخص د ثبت کولو د الېکټرونکي تذکرو د وېشلو او د چاپي پاسپورټونو د صادرولو د بهير د شروع کولو په اړه د آسانتياو له رامنځته کولو قدرونه کړې ده.
د دغه رپوټ له مخې دواړو لورو د افغانستان د وروستيو بدلونونو او د افغان حکومت او طالبانو ترمېنځ د صلحې د خبرو اترو او تاوتريخوالو د کمولو او فوري ډزبندۍ په اړه بحث او د نظر تبادله وکړه.
تهران راډیو