IQNA

د کرونا له امله په الاقصی جومات کې د دریو اونیو لپاره په لمونځ بندیز

0:53 - September 17, 2020
د خبر لمبر: 3483618
تهران (ایکنا) - د نیولي شوې قدس اسلامي اوقاف شورا نن وویل چې د فلسطین په مځکه د کرونا ویروس د وبا له امله په الاقصی جومات کې لمونځ تر درېو اونیو پورې وځنډولی شو.

په نیولي شوي قدس کښې د اسلامي اوقاف شورا وویل چې دې شورا پریکړه کړې چې په الاقصی جومات کې د زایرانو او لمونځ کونکو شتون باندې د جمعې د ورځې له ماسپښین تر درې اونیو پورې بندیز وځنده وي.
هغه ټینګار وکړ چط د اسلامي اوقاف شورا دا پریکړه د قدس د روغتیایي ذی ربط ادارو لخوا د راپورونو د صادریدو وروستو نیولې شوې ده.
د فلسطین د روغتیایي وزارت لخوا د وروستي شمیر له مخې د نیولی شوي قدس میشته ۸۰۰۰ کسان له جولائی تر اوسه په کورونا ویروس ککړ شوې دي او ۲۰۰۰ کسان له دغه ناروغانو د دې ویروس له کبله رنځور دي.
3923477

captcha