IQNA

جنرال سلامي ټرمپ ته په خطاب کې وویل: د سلیماني د شهادت انتقام قطعي او جدي دی

23:53 - September 19, 2020
د خبر لمبر: 3483630
د ایران د اسلامي انقلاب د سپاه پاسداران لوی قوماندان، د ایران په وړاندې د امریکې د ولسمشر وروستي لاپو ته په ځواب کې، هغه ته په خطاب کې وویل: "د جنرال قاسم سلیماني د شهادت انتقام ټاکلی، جدي او واقعیت دی."
په دې وروستیو کې د پولیتیکو ویبپاڼې د امریکې د اطلاعاتي او د دې هیواد حکومت ته د نږدې چارواکو له راپورنو په نقل سره ادعا کړې چې ایران په سویلي افریقا کې د متحده ایالاتو سفیر د وژلو اراده کړې ترڅو د جنرال قاسم سلیماني د وژنې غچ واخلي.
په داسې حال کې د امریکې ولسمشر ډونلډ ټرامپ د پولیتیکو ویبپاڼې د راپور په غبرګون کې ادعا وکړه، د امریکې په خلاف د هر اقدام او غبرګون ځواب به سل برابره ورکړی شي.
د ایران د اسلامي انقلاب د سپاه پاسداران قوماندان، سردار حسین سلامي د چارواکو، قوماندانو، د مرکزي قوماندان او کارمندانو د سهار په مراسمو کې یادونه وکړه: اسلامي جمهوریت به هغه ټول کسان چې د شهیدسلیماني په شهادت کې نیغ په نیغه یا پټ لاس لرلو، خپل هدف ګرځه وي او دا پيغام جدي دی.
captcha