IQNA

د بغداد هوايي ډګر ته څېرمه د متحده ایالاتو پر پوځي اډه د توغندیو برید

23:38 - September 20, 2020
د خبر لمبر: 3483631
تهران (ایکنا) - عراقي خبري سرچینو د بغداد نړیوال هوایی ډګر ته څېرمه د امریکا په پوځي اډه د توغنديو د برید خبر ورکړ.

د بغداد نړیوال هوایی ډګر ته څېرمه د متحده ایالاتو یوه پوځي اډه د توغندیو برید هدف وګرځیده.
یوې عراقي امنیتی سرچینې وویل چې یو توغندی د بغداد په شاوخوا کې د امریکایی په پوځي اډې "ویکټوریا" باندې ولګید او ورپسې الارم واوریدل شو.
له بلې خوا، صابرین خبري چینل خبر ورکړ چې دوه توغندي په ویکټوري پوځي اډې لګیدلې دي.
3924174

captcha