IQNA

الجزایر له سوریې او د فلسطین له ارمانه ملاتړ وکړ

12:39 - September 26, 2020
د خبر لمبر: 3483650
تهران (ایکنا) - الجزایر د فلسطین د ولس له آييډیاله د ملاتړ په ترڅ کښې، د سوریې په بیارغاونه کښې ګډون ته خپل چمتووالې اعلان کړ.
الجزایر د فلسطین د ولس له آييډیاله د ملاتړ په ترڅ کښې، د سوریې په بیارغاونه کښې ګډون ته خپل چمتووالې اعلان کړ.
د الجزایر د حکومت ویاند او د ارتباطاتو وزیر عمار بلحمیر المیادین خبري چینل ته په مرکه کښې هم داشان په دغههیواد کښې د فلسطیني ډلو د یوې جامع غونډې د ترسره کولو لپاره د خپلې تیارۍ خبر ورکړ.
هغه وویل: د فلسطین د ولس ارمان یو مقدس ارمان دی او الجزایر یې خپل ترټولو مهم ارمان ګڼي.
هغه له صهیونیسټي رژیم سره د اماراتو د اړیکو عادي کولو ته په اشارې سره د الجزایر د ولسمشر عبدالمجید تبون له قوله ټینګار وکړ چې هیواد به یې د دغه کار هرکلې یا ملاتړ ونه کړي.
تهران (راډیو)
captcha