د اسلامی ایران دخارجه وزارت ویندوي سعید خطیب زاده نن پخپل ټولنیز پیغام کې د افغانستان دملی مصالحې د لوړې شورا له مشرعبدا..عبدا....سره د ایران دخارجه وزیر محمد جواد ظریف کتنې ته په اشارې سره وئيلي دي،ایران به د بین الافغاني خبرواترو سره دمرستې لپاره خپلې درستې هڅې وکاروي .
خطیب زاده دغه راز پخپل دغه پیغام کې لیکلي دي،د ایران اسلامی جمهوریت آباد، خپلواکه ،پرمختللی او باثباته او له سولې ډک افغانستان غواړي ، چې دا د ایران یوه همیشنۍ غوښتنه ده .
د افغانستان د ملی مصالحې دعالي شورا مشر عبدا...عبدا...نن سهارپه درې ورځني سفرتهران ته راغلی ،څو د دوو اړخیزو اړیکو او د افغانستان د سولې د بهیر په اړه د مشورو او لارو چارو په باب د اسلامی ایران له لوړپوړو چارواکو سره لیده کاته وکړي .
له ډاکټر عبدا.. عبدا... سره په دغه سفر کې یو شمیر حکومتي چارواکي ، د خارجه وزارت مسئولان او د افغانستان دپارلیمان غړي هم ملګري دي .
تهران راډیو