IQNA

د نړۍ د دیني عالمانو اتحادیه:

په افغانستان کې روانه جګړه غیر اسلامي ده

23:38 - October 22, 2020
د خبر لمبر: 3483737
تهران (ایکنا) - د نړۍ په کچه څو ځلې د افغانستان د اوسنۍ جګړې په هکله څرګندونې وسوې او زرګونه عالمانو د افغانستان روانه جګړه ناروا بللې خو لاهم په افغانستان کې جګړه ورځ تر بلي زور اخلي.

د افغان رسنیو په حواله، د نړۍ د دیني عالماانو د اتحاديې رییس شیخ احمد الرسوني په یوه تازه مرکه کې ویلي چې  د افغانستان روانه جګړه ناروا ده او باید ودرول شي.
هغه زیاته کړه: زه د افغانستان حالات هر وخت ارزوم او په پوره بارو سره ویلای شم چې په افغانستان کې روانه جګړه هیڅ شرعي جواز نلري او دا جګړه غیري اسلامي جګړه ده
نوموړي زیاته کړه چې تر دې وړاندې يې هم څو ځله د افغانستان جګړه مسلمان وژنه بللې او دا لوی جرم دی همداشان ځان وژوونکي بریدونه هیڅ جواز نلري.
الرسوني له افغانانو غوښتي چې  خپلو اختلافاتو ته دي سیاسي حل لاره پیدا کړي.
شیخ احمد په داسې مهال دا څرګندونې کوي چې د افغان سولې کولو لپاره موقع را نژدې سوې خو طالبانو په افغانستان کې پر همدې موقع د جګړې ډګر تود ساتلی او په دې سره یې د سویو هوکړو څخه په ښکاره ډول سرغړونه کړې.
captcha