د اسلامی ایران پوځ د اسلام د ګران پیغمبر حضرت محمد مصطفی (ص) په سپکاوی کې د شارلی ابدو خپرونې سپکونکې اقدام او له دغه اقدامه د فرانسې د ولسمشر ملاتړ وغنده .
د اسلامی ایران د پوځ په بیانیه کې راغلی دی د شارلی ابدو خپرونې سپکونکی او کرکجن اقدام چی د فرانسې د ولسمشر ملاتړ هم ورسره دې ، یوځل بیا د بیان د ازادۍ د دروغجنو مدعیانو اسلام دښمنی روښانه کړه . دغه بیانیه زیاتوی چی د لویدیځ ماډرن جاهلیت هڅه کوی د بشپړه دین سپیڅلتیاو ته په سپکاوی سره په نیغه لاره د ویښو او خبرو فطرتونو د ګروهنې خنډ شی .
د فرانسې شارلی ابدو خپرونې په تیرو ورځو کې یو ځل بیا د اسلام د ګران پیغمبر حضرت محمد مصطفی (ص) په اړه سپکونکی کارټونونه خپره کړی دي .
د فرانسې ولسمشر په یو لړ څرګندونو کې له ډیپلوماټیک عرف او د ډیموکراسۍله اساس لیرې په یو لړ څرګندونو کې وویل فرانسه هماغه راز د اسلام د ګران پیغمبر ضد سپکونکیو کارټونونو خپرولو ته دوام ورکوی .