هر کال د نبوي میلاد جشن د مصر په ځینو سیمو کې په شمول د سیده زینب سلام الله علیها، مصر القدیمه او البساتین کې ترسره کېږي. خو دا مراسم دې کال د کرونا د وبا له کبله یواځي د قاهره د امام حسین علیه السلام په جومات کې محدود کېږي.
د نبي کریم د میلاد جشن د امام حسین علیه السلام په جومات کې د روغتیایي پروټوکلونو سره ترسره شو چې په دې مراسمو کې د الازهر یو شمیر عالمانو او صوفیه طریقت مشرانو او مشایخو ګډون وکړ.
3932087