IQNA

د عراق د کرکوک ولایت په ولایت کې ۱۶ داعشي ترهګر وژل شوي + انځور

20:58 - November 22, 2020
د خبر لمبر: 3483824
تهران (ایکنا) - د عراق د وسله والو ځواکونو ویندوي د کرکوک ولایت په علملیاتو کې د ۱۶ داعشي ترهګرو د وژلو خبر ورکړ.

د عراق د وسله وال ځواک ویندوي یحیی رسول، په یوه بیانیه کې خبر ورکړ: په کرکوک ولایت کې د داعش په مرکزونو باندې د ځواکونو په برید کې د داعشي ډلې ۱۶ ترهګر ووژل شول.
هغه زیاته کړه: د وروستي زیارت په شپې د عراق د وسله والو ځواکونو د قوماندان په دستور د عراق له ترهګرو سره د مقابلې سازمان لخوا په سمیه کې د زغیتون او وادي الخناجر ستر عملیات پيل کړ چې د جمعې تر سهار دوام لرلو او په دغه عملیاتو کې پاتې ټول داعشي ډلې په بشپړه توګه نابود شوې.
په دې بیانیه کې راغلي: دا علملیات د داعشي ۱۶ ترهګرو په ورژنې ختم شول چې ځینې له هغې نیولې شوي او یو شمیر ترهګر د منډې په وخت وژلې شوي دي.
3936342

 
کشته شدن 16 تروریست داعشی در عملیات استان کرکوک عراق
 
کشته شدن 16 تروریست داعشی در عملیات استان کرکوک عراق / آماده
captcha