IQNA

د امریکا ولسمشر یوه وکیله له کاره څنګ ته کړ

20:56 - November 23, 2020
د خبر لمبر: 3483825
تهران (ایکنا) - د امریکا د ولسمشر ټرمپ د انتخاباتو کمیټۍ په یوې (۱) خبرپاڼه کښې وویل د ولسمشر د حقوقي وکیلانو د ټیم یوه (۱) غړي « سیډني پاول »نور د انتخاباتو د کمیټۍ غړي نه ده
د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د انتخاباتو کمیټۍ په دغه خبر پاڼه کښې ادعا وکړه د سیډني پاول حقوقي عریضې په شخصي ظرفیت سره ترسره شوي دي .
دا په داسې حال کښې دي چې د امریکا د ولسمشرۍ د انتخاباتو د رایو په شمیرنو باندې اعتراض کښې د ولسمشر ټرمپ د انتخاباتي کمیټۍ ډیرې شکایتونه د ټرمپ د شخصي وکیل« روډي جولیاني »، «سیډني پاول» او د نورو  وکیلانو لخوا تنظیم شوي او محکمو ته وړاندې شوي دي .
د امریکا د ولسمشرۍ انتخابات د نوامبر د میاشتې په دریمه (۳) نیټه شوي دي او د رسنیو راپورونه وايي چې د ډیموکراټ ګوند کاندید جوبایډن د درې سوه شپږو (۳۰۲) الیکټرول رایو په ترلاسه کولو سره په انتخاباتو کښې بریالی شوی دی .
د امریکا ولسمشر ټرمپ تراوسه د ولسمشرۍ په انتخاباتو  کښې ماتي نه ده منلي او هماغه راز په انتخاباتو کښې د درغلۍ موضوع مطرح کوي .
تهران راډیو
captcha