د امریکا د کالیفرنیا په ولایت کې د سن خوزه ښاروال سام لیکاردو، ټوئیټر کې خبر ورکړ چې په دغه ښار کې په کلیسا د چاقو په برید کې دوه تنه وژل شوې دي.
د سن خوزه ښاروال همداشان په دغه برید کې له یوشمیر زیات کسانو د ژوبلیدو خبر ورکړ. هغه له دې مخکې خبر ورکړی و چې یو شکمن په دې برخه کې نیول شوی و، مګر یو څه وروسته یې دا مطلب حذف کړ.
هغه وویل: "د برید پر مهال په کلیسا کې مراسم نه و او یوازې بې کوره خلکو په کلیسا کې شتون درلودو چې د سړې هوا له کبله دې ځای کې پناه اخیستې وه."
له بلې خوا، د سن خوزه پولیسو د کلیسا نوم اعلان کړ چې برید شوی کلیسا ګارسیس بابتیس نوم درلود او په برید کې د یو شمیر ټپيانو جدي حالت په اړه یې معلومات ورکړل.
د پولیسو په وینا ، د ګارسیس بابتیس په کلیسا کې وضعیت د کنټرول لاندې دی.
3936955