د لایبیریا د مسلمانانو یوې ډلې د قرآني شپه ورځنۍ مدرسې او د اسلامي مرکز United Dawah Umah Islamic Center په شمول د جومات د جوړولو کار پيل کړ. دا اسلامي مرکز په دغه باسا ښار کې د پینسویل په سمیه کې جوړ شوې دی.
د دې مرکز د جوړولو لګښت یې تقریبا ۱۲۰ زره ډالر لګولو او د یو وړوکي مراسمو په ترسره کولو سره دا کار پيل شو.
دا مرکز د دې په شان د یو بل مرکز په ځای جوړ شو چې هغه د 2019 کال د سپټمبر په 18، (1397 کال د شهریور 27) د اور له کبله ویجاړ شوی و. چې په دغه پيښه کې دوه ښوونکي او 27 زده کونکي مړه شوې و.
په اسلامي چارو کې د لایبریا د ولسمشر سلاکار عثمان جالوه په سیمه کې د مسلمانانو او عیسویانو د سوله ییزې همکارۍ د ستاینې پرمهال وویل چې دغه پروژه د قطر خیریه بنسټ لخوا جوړیږي.
3937054