IQNA

مزار شریف کښې د ایران او افغانستان د کتاب نندارتون جوړ شو

19:52 - December 04, 2020
د خبر لمبر: 3483874
تهران (ایکنا) - د ایران د اسلامي جمهوریت او افغانستان د کتابونو یو نندارتون پرون په مزار شریف ښار کښې جوړ شو.
د ایران د اسلامي جمهوریت او افغانستان د کتابونو یو نندارتون پرون په مزار شریف ښار کښې جوړ شو.
له کابله زمونږ خبریال رپورټ راکړی چې دیرش ایراني او یوولس افغان ناشران د مزار شریف د کتاب په نندارتون کښې ګډون لري او اووه زره عنوانه کتابونه یې وړاندې کړي دي.
د ایران او افغانستان د کتابونو دغه نندارتون د مزار شریف ښار په امام خمیني نومې لوبغالي کښې د یوې اونۍ په موده د علم او کلتور د مینه والو د کتنې لپاره دوام لري.
د بلخ ولایت مسئولانو، د کلتوري برخې فعالانو او د پوهنتون استادانو د دغه نندارتون د پرانستې په دستورو کښې د ایران او افغانستان  کلتوري، تاریخي او ژبنیو مشترکاتو ته په اشارې سره دغه ډول نندارتونونه د کلتوري اړیکو د پراختیا لپاره ضروري وبلل.
تهران راډیو
captcha