IQNA

د افغانستان په جنوب کې د امریکا د هوایي برید د امله ۱۸ تنه وژل شوي

5:59 - December 06, 2020
د خبر لمبر: 3483881
تهران (ایکنا) - د افغانستان په جنوبي ولایت هلمند کې د امریکا د هوایي برید د امله ۱۸ تنه وژل شوي دي.
د طالبانو ویاند اعلان وکړ چي امریکایی الوتکو د قطر د سولي موافقې په ماتولو د هلمند ولایت په نادعلی ولسوالۍ کې د لوی باغ په کلي کې هوایي برید تر سره کړي چي د دې ډلي د ۱۸ غړو د وژل کېدو او د یو شمېر د ټپي کېدو سبب ګرځېدلی دی.
قاری یوسف احمدی زیاته کړه چي په دغو بریدونو کې د طالبانو پرته ځینې کورنو او ګاډو ته هم زیانونه رسېدلي دي.
د طالبانو ویاند ټینګار وکړ چي دغه برید د سولي له تړون څخه سرغړوی دی او په افغانستان کې به د امریکایي ځواکونو لپاره ډیري بدي پایلي ولري.
په قطر کې د سولي په تړون کې امریکا له طالبانو سره ژمنه وکړه چي د دې ډلي پر مرکزونو باندې په برید نه کوي.
تهران راډیو
captcha