لیمبرګ ویبپاڼې د بلجیم د دفاع وزارت له قوله لیکي، نور په افغانستان کې د دې هیواد د ځواکونو ماموریت پای ته رسېدلی دی او راتلونکی کال به د بیلجم ټول ځواکونه له دغه هېواده وباسي.
د دې راپور سره سم، بیلجم سر له اوسه له افغانستان څخه د خپلو ځواکونو ایستلو ته په چمتوالي بوخت دي.
بلجیم د غوڅ ملاتړ ماموریت په چوکاټ کې ۷۰ ځواکونو لري چې افغان ځواکونو ته د روزنې او سلا مشورې دنده پر غاړه لري.
د یادونې ده چې تر دې وړاندې فلنډ هم له افغانستان څخه د خپلو ځواکونو وتلو خبره کړې وه.
تهران راډیو