IQNA

په تهران کې عراقچي سره د هند، برازیل او د جاپان د سفیرانو کتنه

6:58 - December 07, 2020
د خبر لمبر: 3483886
تهران (ایکنا) - د جاپان، هندوستان او برازیل سفیرانو په جلا جلا توګه د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو د وزارت له مرستیال سره کتلي دي.
د جاپان سفیر ای کاوا کزوتوشي او د هندوستان سفیر ګدام دهرمندرا د ایران د بهرنیو چارو د وزارت د مرستیال سید عباس عراقچي سره په لیدنه کې تهران سره د اړیکو د پراختیا په اړه خبري اترې وکړې.
همدارنګه د برازیل سفیر رودریګو سانتوس د بهرنیو چارو د وزیر او د مرستیال څخه د خدای په امانی اخیستلو سره په ایران کې خپل د ماموریت د ختمېدو خبر ورکړ.
همدارنګه د سوریې د بهرنیو چارو وزیر چي پرون ماځیګر تهران ته رسېدلی و به نن د ایران د بهرنیو چارو له وزیر محمد جواد ظریف سره وګوري.
تهران راډیو
captcha