د فلسطین او د قدس مفتي شیخ محمد حسین په یو بیانیه کې وویل چې په الاقصی جومات باندې د سلګونو ښاریزو صهیونیسټانو د اختر په بهانه برید او الاقصی جومات مخې ته د شپې لاریون او په دغه جومات کې د اسرائیلي اووه څانګو شمعې سمبول د دې سپڅلې ځای سپکاوې دی او زه یې غندم.
همداشان هغه په بیانیه کې د قدس الاسباط دروازې په سیمه کې واقع الیوسفیه ادیرې په شمالي برخه کې د الشهدا ادیرې ویجاړول محکوم کړ او دا اقدام یې د مسلمانانو د قبرونو له مینځه وړلو لپاره یوه مقدمه وګڼله او دا یې د ادیرې د یهودیانو د تواراتي پارک د جوړولو لپاره یوه مقدمه وبلله.
شیخ محمد حسین ټینګار وکړ: د نیواکګرو چارواکو هڅه ده چې له دې اقداماتو سره قدس او اسلامي مقدسات او حتی د مسلمانانو د مړو هدیره او د دې ښار اسلامي څیره له مینځه یوسي.
د الاقصی خطیب له نړیوال ټولنې او حکومتونو او نړیوال سازمانونو غوښتنه وکړه چې ترڅو د مسلمانانو د مقدساتو په خلاف د دارنګه تجاوزاتو مخنیوی وشي او قدس ښار ته صهیونیسټي اوږد شوې لاسونو مخه ونیول شي.