IQNA

د افغانستان د راتلونکي حکومت لپاره اروپایان دسیسې جوړوي

10:21 - January 17, 2021
د خبر لمبر: 3483988
تهران (ایکنا) - د دغه راپور په اساس د افغانستان د موقته حکومت ولسمشر او لومړی وزیر افغان لوري ټاکي او د امنیتی ،دفاعي ، او مالی اورګانونو پشمول درست اساسی اورګانونه د جمهوری نظام او طالبانو ترمینځ په برابر ډول ویشږي .
لویدیځوالو په افغانستان کې د موقتي حکومت د جوړولو  لپاره یو پلان جوړ کړی ، چې قدرت  د طالبانو او جمهوری نظام ترمینځ برابر ویشي .
 ددغه راپور په اساس،د ځینو سرچینو په وینا ،په دغه پلان کې راغلي دي،چې ددغې موافقې له لاسلیک کیدا ورسوته به د یوه هغه اسلامی حکومت ترجوړیدا پورې چې د انتخاباتو له لارې وټاکل شي،موقته حکومت  د افغانستان د اداره کولو مسئولیّت  په غاړه ولري .
 ددغه پلان په اساس ،   اجرائي اداره به  د ولسمشر ، لومړي وزیر ، پارلیمان او قضائي خپلواکه قوه د افغانستان د موقتي حکومت درې اساسی برخې وي ،او د اسلامی فقې عالی شورا،د اساسی قانون د برابرولو، د ملي پخلاینې دکمیشن، د اور بند پر عملي کیدا دڅارنې او دکډوالو دبیرته ستنیدا او دغه راز د دغه هیواد دراتلونکي حکومت د نورو مهمو برخو لپاره د چارو برابرونکی کمیشن شمیرل کیږي .
 ددغه راپور په اساس  د افغانستان د موقته حکومت  ولسمشر او لومړی وزیر افغان لوري ټاکي او د امنیتی ،دفاعي ،  او مالی اورګانونو پشمول درست اساسی اورګانونه د جمهوری نظام او طالبانو ترمینځ په برابر ډول ویشږي . همداراز ددغه پلان په دوام کې راغلی دي ، چې  پارلیمان به ۳۳۴غړي ولري  چې په هغو کې ۲۵۰ اوسني غړي هم شامل دي او ۸۴نور غړي به طالبان معرفي کړي .په همدغو شرائطو کې ، د افغانستان  د مشرانو جرګې په یو سل دوو غړو کې به هم ۳۴د طالبانو په وسیله ، ۳۴دجمهوری نظام په وسیله او ۳۴ نوره هم  ولایتی شوراګانې وټاکي .د افغانستان  قضایه قوه  به  هم نهه غړي ولري ، چې څلور به ئې طالبان، څلور نور به ئې  داوسني حکومت  او یو بل غړی به ئې هم  ولسمشر منصوب کړي .
دامریکا حکومت  مدعي دی چې  په افغانستان کې د موقته حکومت له پلانه ملاتړ  نه کوي ، خو  په کابل کې د واشنګټن استازي زلمي خلیلزادتائيد کړې ده چې  له د غه پلان سره موافق دي .  
captcha