تهران (ایکنا) – د اهل بیت علیهم السلام د مکتب عاشقانو او مینه والو د یو روایت له مخې د جمادي الثاني میاشتې په دریمه نیټه د حضرت فاطمه سلام الله علیها د شهادت ورځي لمانځي، او د عراق له بیلابیلو ولایتونو نجف اشرف ته ځانونه رارسوي تر څو د سیدة النساء العالمین حضرت زهراء سلام الله علیها د شهادت کلیزه د امام علي علیه السلام په حرم کې په غم او عزادری سره تیره کړي.