د بنګله دیش چارواکي وايي د میانمار حکومت موافقه کړې چې د روهینګیا کډوالو د راستنېدو په اړه له چین سره درې اړخیزه ناسته وکړي.
د بنګله دیش د بهرنیو چارو وزارت چارواکی مسعود بن مومن وویل: د روان کال په لومړۍ دریو میاشتو کې، مونږ میانمار ته د روهینګیا کډوالو راستنولو هڅې پیل کړې، خو میانمار د لوژیستیکي ملاتړ لپاره د لا ډیر وخت په لټه کې و، نو مونږ ترې غوښتنه وکړه چې د دوېم کال په دریو میاشتو کې به ترسره کړو چې د میانمار چارواکو راسره موافقه وکړه.
د بنګله دیش د بهرنیو چارو وزارت د دغه چارواکې په وینا، میانمار او چین په راخین ایالت کې د نړیوالې ټولنې د استازو په شتون سره د پناه غوښتونکو بیرته ستنیدو په اړه موافقه کړې ده.
سربیره پردې، چین به میانمار ته د پناه غوښتونکو لومړۍ مرحلې د بیرته ستنیدو ته پر مهال د کوویډ ۱۹ وړیا واکسین چمتو کوي.
له دې مخکې، د درې اړخیزې غونډې څو ورځې وړاندې د بنګله دیش د بهرنیو چارو وزیر آک عبدالمومن وویل چې ستنیدل د روهینګیا د کډوالو د کړکیچ پای ته رسولو یوازینۍ لار وه او بله هیڅ چاره نه وه.
3948916