د پاکستان حکومت د افغانستان د صلحې د خبرواترو بهیر ته د چټکتیا ورکولو لپاره د امریکې د نوي حکومت په عملي کوشش ټینګار وکړ.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي پرون وویل: اسلام آباد چمتو دی چې د افغانستان د صلحې په بهیر کښې د امریکې له نویو چارواکو سره ملګرتیا وکړي.
هغه څرګنده کړه: په افغانستان کښې د وروستیو تاوتریخجنو اقداماتو عاملین د صلحې د بهیر خرابونکي دي.
په افغانستان کښې د جنګ او نښتو د ختمولو په موخه له طالب ډلې سره د دغه هیواد د صلحې د خبرواترو دویم پړاؤ د جنورۍ له نهمې نیټې څخه پیل شوی دی.
د افغانستان د صلحې د خبرواترو وړومبې پړاؤ تیر کال ترسره شوی و خو لا یې هیڅ نتیجه نه ده ورکړې.