دعراق د پوځ د لوئې درستیز والۍ ویندوي یحیی رسول وئيلي دي ، دعراق امنیتي ځواک له تیرو پنځو میاشتو راهسې دعراق په بیلابیلوولایتونو کې د تکفیری داعشي ترهه ګرو په ضد په پاکونکو عملیاتو کې د اولسو مهمو داعشي جنایتکارو کمانډرانو پشمول په لسګونو جنایتکار ترهه ګر هلاک او ټپیان کړي دي .
د عراق لومړي وزیر مصطفی الکاظمي پرون پخپل یوه ټولنیز پیغام کې وئيلي دي ، دعراق پوځ د داعشي ترهه ګرې ډلې یو سرغنه ابویاسرالعیساوي هم په یولړ عملیاتو کې هلاک کړی دی .
داعشی جنایتکارو تیره اونۍ په پنجشنبې ورځې په بغداد کې په دووځان مرګي حملو کې کابو ۳۵کسان شهیدان او یو سل لس نور ټپیان کړي دي .
په عراق کې د داعشي جنایتکارې ډلې له ماتې سره سره تر دې دمه ددغه هیواد په مختلفو سیمو کې داعشي جنایتکار شتون لري اوپه تیت پرک ډول ترهه ګر اقدامات کوي .