IQNA

د اسلامي انقلاب معظم رهبر د امام خميني (رح) مزار او د شهيدانو هديرې ته حاضر شو

22:42 - January 31, 2021
د خبر لمبر: 3484030
تهران (ایکنا) - د سباؤن د لسيزې د ايام ا... له شروع کېدو سره په يو وخت او د اسلامي انقلاب د شاندارې کاميابۍ د دوه څلوېښتمې کليزې په درشل کښې حضرت آيت ا... العظمی سيد علي خامنه اي نن سحر وختي د اسلامي انقلاب د ستر بنسټ اېښودونکي حضرت امام خميني (رح) مزار ته حاضر شرو او د نمانځه په ادا کولو او د قرآن مجيد په تلاوت سره د ايران د ملت د عظيم الشان امام ياد او خاطره يې ونمانځله.

د اسلامي انقلاب معظم رهبر همدارنګ د بهشتي، رجائي او باهنر د لوړ مقامه شهيدانواو د ۱۳۶۰ هجري نمريز کال د چنګاښ د مياشتې د اومې د پېښې د شهيدانو مزارونو ته په حاضرېدو سره له خدايه يې د هغوي د درجاتو د بلندۍ دعا وغوښته.
حضرت آيت ا... العظمی خامنه اي بيا د نورو شهيدانوهديرې ته لاړ او د اسلام او ايران د مدافعو شهيدانو روحونوته يې درود و سلام ولېږۀ.
3950930

captcha