د سلواغې د میاشتې پځلسمه چې د جمادي الثاني دمیاشتې له شلمې نیټې سره سمون خوري د اسلام د ګران پیغمبر د قدرمنې لور او د نړۍ دمیرمنو دسردارې حضرت فاطمةالزهرا سلام ا... علیها دنیکمرغه زوکړې کلیزه په درستې نړۍ په تیره په درست اسلامی ایران کې په پرتم سره لمانځل کیږي .
په دې مناسبت بیګا شپې راهسې په جوماتونو، امامباړو او زیارتونو کې په دې مناسبت د روغتیائي پروټوکولونو په اساس جشنونه جوړیږي او خلک د دغې بزرګوارې بي بي له سیرته ځانونه خړوبه کوي .
دحضرت فاطمة الزهرا دنیکمرغه زوکړې ورځ په ایران کې د مور ورځ او دښځې د مقام په توګه لمانځل کیږي او درست خلکو خپلو میّندو او میرمنو ته ډالۍ وړاندې کوي .
د
ایکنا پښتو څانګې درست کارکونکي هم په دې مناسبت درستو پتمنو ته او همداراز درستو میّندو ته د زړه له کومې مبارکي وائي .