IQNA

د ايراني سائنسدانانو لخوا د نړۍ د معتبرو سائنسي او علمي مقالاتو دوه فيصده توليد

13:23 - February 05, 2021
د خبر لمبر: 3484045
تهران (ایکنا) - د ايران د سائنس ټېکنالوجۍ او تحقيقاتو د وزير مرستيال وويل، د ايران سلامي جمهوريت د نړۍ د نفوسو يو فيصد ونډه لري او د ايراني سائنسدانانو او محققينو لخوا د نړۍ د معتبرو سائنسي مقالاتو دوه فيصده توليديږي.
غلام حسين رحيمي شعرباف نن د دې په بيانولوسره چې ايراني سائنسدانان هر کال په نړيوالومعتبرو سائيټونو کښې له پينځه شپېته زرو زيات سائنسي سندونه ثبتوي زياته کړه، ايران اوس د سائنسي او علمي مقالو د کميتي توليد له لحاظه د نړۍ پينځلسمه رتبه لري.
رحيمي شعرباف يادونه وکړه چې ايران له استناده د ډکو مقالو د توليد او د مقالاتو د کيفيت له لحاظه د تېر کال په نسبت خپلې رتبې ته دوه پوړۍ وده ورکړې او څوارلسې ته رسېدلې او اټکل کيږي چې ډېر زره به خپل مقام يوه پوړۍ نور هم اوچت کړي.
هغه په هېواد کښې د بنيادي سائنسي شرکتونو ودې ته په اشارې سره وويل، په اوس حال کښې په ايران کښې د بنيادي سائنس پينځه زره اوو سوه شرکتونه فعال دي.
تهران راډیو

captcha