IQNA

د تاتارستان د مفتي له روایته د نړۍ لومړې چاپ شوې قرآن + انځور

17:44 - February 08, 2021
د خبر لمبر: 3484055
تهران (ایکنا) - د تاتارستان مفتي وویل: په ویاړ سره د اسلامي نړۍ لومړې چاپي قرآن، په ۱۸۰۳ کال کې د قازان په ښار کې چاپ شوې دی.

د تاتارستان جمهوریت مفتي کمیل سمیع الله، د قازان ښار د اسلامي پوهتون په مراسمو کې په دې ښار کې د لومړې چاپ شوي قرآن په اړه وویل: د ویاړ خبره ده چې د اسلامي نړۍ لومړې صحیح چاپ شوې قرآن په قازان ښار کې چاپ شوې و.
هغه زیاته کړه: لومړې قرآن چې په یو اسلامي پلازمینه کې چاپ شوې دی، هم دا قرآن دی چې په ۱۸۰۳ کال کې او هغه وخت چې قازان د اسلامي نړۍ له سترو ښارونو و، چاپ شوې و سره د دې چې په هغه وخت کې دا ځای د روسيي د واک تر لاندې و او د عربي ژبې کتابونو چاپ په هغه وخت کې ډیر محدودیتونو سره مخ و.
د تاتارستان مفتي زیاته کړه: د دې موضوع په اړه د عربي څیړنو پر اساس، د نړۍ لومړې چاپ شوې قرآن په ۱۵۳۷ کال کې د ایتالیا په ونیز ښار کې چاپ شوې و او بیا په ۱۶۹۴ کال کې د جرمني په هامبورګ ښار کې یو بل قرآن هم چاپ شو. په ۱۷۸۷کال کې هم یو بل قرآن د روسیي په سن پطرزبوګ ښار کې چاپ شو او د هغه وخت د قازان مفتي پر هغې څارنه وکړه. خو ټولو نسخو اشکالات لرل، څه دارنګ چې یا په عثماني رسم الخط کې لیکلې شوې نه وړ یا د آیتونو ترمینځه فاصله نه وه او څرګنده چاپي اشتباهات یې لرل چې د مسلمانانو لخوا د قبلولو وړ نه و.
هغه په پای کې څرګنده کړه: خو لومړې صحیح مصحف د قازان په ښار کې چاپ شو چې د هغه تاریخ پر اساس چې د هغې په جلد لیکلې شوې دی دا مصحف په ۱۸۰۳ کال کې چاپ شوې دی.


3952592

captcha