د رپوټ له مخې دغه کاروان د عراق په ناصريه ښار کښې د حملې هدف وګرځېد چې د احتمالي سر او مال تاوانونو په اړه لا څه خبر نه دے خپور شوے.
له بلې خوا د عراق امنيتي رسنيو په دغه هېواد کښې په هوائي بمباريو کښې د دوو داعشي ترهه ګرو د هلاکت خبر ورکړ.
تېره هفته هم خبري رسنيو وويل، په اللطيفه ښار کښې د امريکې په يو لجېسټک کارون باندې حمله اوشوه.
په تېرو څو مياشتو کښې په عراق کښې د امريکې د ترهه ګرو فوځيانو په کاروانونو حملې زياتې شوې دي او عراقي ځواکونه يې ترټولو مهمه وجه په عراق کښې د امريکائي ترهه ګرو فوځيانو د شتون د وخت ختمېدل بولي.
parstoday