IQNA

په افغانستان کې د امریکې د شتون د دوام په اړه امریکې ته د طالبانو خبرداری

6:56 - February 19, 2021
د خبر لمبر: 3484086
تهران (ایکنا) - طالبانو ډلې د بهرنیو ځواکونو د قطر په موافقه کې د ټاکل شوې نیټې پورې نه وتلو په احتمال سره امریکایي ځواکونه په جګړې ګواښ کړل.
د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد وویل: که امریکا په خپلو ژمنو او موافقې عمل و نکړي مونږ به هم له خپلو ژمنو وروستو شو، او په داسې حال بیا مونږ له نیواکګرو سره جګړې ته چمتو یو.
د طالبانو ویندوي همداشان له افغانستان د بهرنیو ځواکونو په وتلو ټینګار سره، د بهرنیو نه شتون او مداخله د بین الافغاني خبرو تر موافقې رسیدو لپاره مهمه وبلله.
د طالبانو د ویندوي په وینا په افغانستان کې د جګړې او تاوتریخوالي عامل د بهرنیو ځواکونو شتون دی چې خلک جنګ ته هڅوي.
captcha