IQNA

دبغداد په نړیوال هوایې دګرکې دپاپ فرانسیس دالوتکي کوزیدل

10:35 - March 06, 2021
د خبر لمبر: 3484121
تهران (ایکنا) - دنړۍ دکاټولیکانومشرپاپ فرانسیس الوتکي څوشبیې مخکې دبغداد په نړیوال هوایي ډګړکی ورسید.

دایکنا خبري آژانس د( السومریه نیوز) خبري آژانس په قول ، پاپ فرانسیس پرون دکب دمیاشتي په ۱۵مه نیټه ته دڅوورځولپاره عراق ته راغلل ټاکل شوی ده چې هغه په دغه سفرکې سربیره د عراق ولس مشر برهم صالح سره ، صدراعظم مصطفی الکاظمې اوپه نجف اشرف کی د شیعیانو ددیني مرجع آیت الله سیسټانې سره هم کتنه وکړي.

هغه همداراز په بغدادکې د(سیده الجاه) په کلیساکی ددیني شخصیتونو اویوشمیرپادریانوسره کتنه وکړي اودعراق په سویل کې د(ذې قار) ،اربیل (دعراق دکرستان داقلیم مرکز) ولایتونواوهمداراز دنینوا ولایت ته سفروکړي.

دنړي دکاټولیکانومشر په خپل سفرکی د (ذی قار) په ولایت کې د(اور) په لرغوڼې ښارکی دمسحیت اواسلام دپیروانوپه ګډه ناستي کې هم کډون وکړي.

عراق ته دپاپ دسفرپه اړه په دالازهردشیخ غبرګون

دالازهردشیخ احمدالطیب په  فیسبوک کی په خپل ټیوټرپاڼه کی دپیغام په خپورولوسره وویل عزیزعراق ته دپاپ فرانسیس تاریخي او زړه وړتوپ سفر،دعراق دخلکو دسویلې ،اتحاد او ملاتړ پیغام سره لري.

له پاپ څخه دمقتداصدرهرکلې

سیدمقداصدر،دعراق دصدربهیرمشر په خپل ټیوټر پاڼه کې ولیکل : پا پ فرانسیس ته ښه راغلاست وایو.

په نجف دحشدالشعبې دامنیتي ځواکونوتیارسې

له بلې خوا دنجف والي (الیاسری )نن دکب دمیاشتي په ۱۵نیټه په یوې خبري ناستې کې وویل چې د الحشد الشعبي امنیتي ځواکونه په دغه ولایت کې دپاپ دسفر د امنیت لپاره د تیارسی او خبر داری په حال کې دي .

هغه وویل : چې نجف اشرف ولایت دپاپ د هرکلۍ لپاره په بشپړه چمتوالې سره دي او موږ د عراق د میلمه د امنیت او ساتلو لپاره څو غونډې ترسره کړي دي .

او هغه وویل : د پاپ دسفر ځانګری امنیتي طرحه له سبا شنبې څخه اجرايي کیږي . او همداراز هغه په پای کې زیاته کړه ټول امینتي برخې د تیارسی په حال کې دي .

په عراق کې د پاپ د سفر د امنیت د تامین د کمیټې جوړیدا

همدارنګه د عراق د ګډ وعملیاتو قومندان ،د جمعې په ورځ عراق ته د واټیکان پاپ د بریالي سفرپه اړه د امنیت د تامین د کمیټې د جوړیدا خبر ورکړ

عبدالامیرشمری ،د عراق د ګډوعملیاتو د قومندان ځای ناستی په دې اړه وویل : د دغه کمیټې ماموریت د هغوځایونو د ساتلوامنیت په غاړه لري چې د نړۍ د کاټولیکانو مشر له هغو ځایونو څخه کتنه کوي.  

تصاویری از مراسم رسمی استقبال از پاپ فرانسیس در بغداد
 
captcha