IQNA

داستقلال جومات، په اندونیزیا کې دکلیسا سره دمسامحې بیلګه+ انڅور

8:33 - March 08, 2021
د خبر لمبر: 3484126
تهران (ایکنا) - داستقلال جومات، دآسیا په جنوب ختيځ کې لویه جومات چې داندونیزیا په پلازمیني جارکاتا د((ماردیکا)) يه چوک کې ځای لري. ددغه جومات جوړیدا د ۱۷ کالوپه بهیرکې ترسره شو.

دایکناخبرې آژانس په راپور: پردغه جومات باندې په دې دلیل داستقلال نوم کیښودل شو. چې په ۱۹۴۹میلادی کال کې هغه وخت چې انډونیزیا له هالیند څخه خپلواکې واخیستله ددغه جومات دجوړولوکارپیل شو. په هغه وخت کې هڅه وشوه. چې دانډونیزیا دیوې لوې اسلامي هیواد تر عنوان لاندی یوډیرښکلی اولوې جومات جورشي.

داستقلال جومات ۲زره او۷۵۰مربع متر پرخوالې او۳۳متر لوړوالې اود۲۰۰زرودلمونځ کونکود ظرفیت په درلودلوسره دآسیا دجنوب ختیځ کې په لوی جومات بدل شوی دي .

د۲۰۲۱ میلادې کال دفبروری د روان کال دکب په څلورمه په جارکارتا کې داستقلال جومات دڅلورڅلویښتمي کال دجوړیدا دستورې په حضوري اومجازي ډول سره ترسره شول. اودانډونیزیا دولسمشرمرستیال معروف هلته وینا وکړه.

هغه دغه جومات داندونیزیا دمسلمانانوویاړوبلل او وویل دغه جومات له ۱۹۷۸میلادې کال راهیسې ټینګ ولاردي اودانډونیزیا داسلامي تمدن په بیلګه بدل شوي دي .

 

دکلیسا اوداستقلال دجومات دتونل کیندل

داندونیزیا دولس مشرمرستیال همداراز په هیوادکې د کاندرال دکلیسا سره داستقلال جومات ته دتونل یا سرنګ دکیندلوله طرحې څخه چې دغه جومات د مسیحیت دبیلګې په عنوان سره تړي  قدرونه وکړه دغه تونل اوسرنګ په اندونیزیاکې دمختلفودینونود سولې بیلګه ده.

هغه همدارازپه اندونیزیاکې  دجوماتونوسیاست دمعتدلې اسلام تبلیغ اعلان کړ. اودتونل څخه کاراخیستل دنړۍ اواندونیزیا لپاره یوه تاریخ جوړونکی ځانګړې پيښه وبلل.

دانډونیزیا په جاکارتاکې داستقلال جومات اود کاندرل جامع کلیسا ددیني دستوروپه سره کیدوسره د ملګرتیا په دلیل لکه کوچکنۍ اختراوکریسمس

مشهورشوې دي .

3958114

captcha