IQNA

دهندعالمانودقرآن دتحریفولوغوښتنه محکوم کړل

8:05 - March 14, 2021
د خبر لمبر: 3484151
تهران(ایکنا) - د هند دشیعیانو اواهل ستنوعالمانوداوتارپرادش دوقف شورا یوپخوانۍ چارواک دقرآن دآیاتونو د یوې برخې دحذفولو غوښتنه محکوم کړل.

ایکنا خبري آژانس دټایمز اواینډیا په قول د هند  دشیعیانو اواهل سنتو مشرانو په  یو غږ سره د اوتارپرادش د وقف شوری د  یوچارواکي  دقرآن شریف دځینو آیاتونو دحذفولو غوښتنه يې محکوم کړل.

مولانا کلب جواد، دهند د عالمانو د شوری منشي اودشیعیانومشراومولانا خالد رشید فرنګي محلي په خپلو وینانوکې داوټاپرډیش دوفق د  پخواني شوری مشروسیم رضوي داسلامي ضد اقدام دقرآن د ځینو آیاتو د حذفول ولپاره محکوم کړل. اودهغه دنیولو اوسزا ورکولوغوښتونکي شول.

مولانا کلب جواد اعلان وکړ: رضوی نه شیعه دی اونه سني هغه داسلام پرضد د  قواو یو لامل دی اوکه چیرې حکومتي چارواکي هغه ونه نیسي دا ښودنه کوي چي هغوی هم دهند د مسلمانانوپه ټولنه کې دشخړې غوښنونکۍ دي.  

وسیم رضوي په دې ادعاسره چې ۲۶آیت جهاد اوتاوتریخوالې خپاره وي د هند محکمي ته دقرآن د دغه آیت دحذ فولو وړاندیز  يې کړی دی.

الصفوي،دجامووکشمیردشیعیانودټولنې مشرهم دقرآن د تحریفلو  اود دغه آیاتونودحذفولو غوښتنې سخت محکوم کړل.

هغه په یوې بیانیې که وویل چې وسیم رضوي دهندحکومت دغوښتنې په اساس عمل کوي اوپه سیسټماټیک ډول سره دمسلمانانوعزت یې  په نښه کړې ده.

3959366

captcha