د حضرت عباس علیه السلام د زیارت پورې اړونده د ښځو د قرآن کریم مرکز مشر منار الجبوري د قرآن کریم د تلاوت احکام او قرائت درسی دوری ترسره کولو په اړه خبر ورکولو سره وویل: دا مرکز د قرآن کریم د هر عمر له زده کونکو په دې دورو کې د ګډون استقبال کوي.
هغه د دې دورو په اړه چې د هر عمر لپاره ترسره کېږي وویل: د قرآن زده کونکو لپاره د ښه ډول شرایطو برابرولو په هدف او د هغوي د قرآن کریم د قرائت او حفظ لپاره بشپړه تیاری، د ۱۴ تر ۱۷ کلنو انجونیو لپاره د کاظم الغیظ دوره، د محصلانو انجونیو لپاره د اعراف دوره او د ښځو لپاره د سفینة النجاة دوره ټاکلې شوې ده.
د حضرت عباس علیه السلام حرم د ښځو د قرآن کریم درسی مرکز د دینی علمونو د خپرولو او د قرآنی علمونو په ځانګړې توګه په ښځو کې خپرولو او د قرآني ښځو د نسل روزنې چې د قرآنی علمونو په ټولو برخو کې فعالیت ولري جوړ شوې دی.