IQNA

په مصر کې د »ابوالعینین شعیشع« قرآني سیالۍ

13:07 - April 08, 2021
د خبر لمبر: 3484225
تهران (ایکنا) - په مصر کې د کفر الشیخ ولایت والي د قرآن کریم د حفظ سیالو ترسره کولو او د رمضان میاشتې په مناسبت په دغه ولایت کې د »شیخ ابوالعینین شعیشع« بلنې خبر ورکړ.

د کفر الشیخ ولایت والي جمال نورالدین خبر ورکړ: دا سیالۍ به له پرون د ولایت د سیل ادارې په څارنې او د کفر الشیخ اوقاف په همکارۍ سره پيل شو او تر یوې اونۍ به دوام لري.
هغه زیاته کړه: په دې سیالو کې د ګډون لپاره مینه وال کولۍ شي خپل غوښتن لیک سره د خپل انځور، ملي کارد، شخصي اطلاعات او مشخصاتو وړاندې کړې او هر یو کس باید یواځې د سیالو په یوې برخه کې نوم لیکنه او ګډون کولی شي.
د کفر الشیخ والي څرګنده کړه: د یو څلورم قرآن کریم حفظ کولو په برخه کې له سوره یاسین تر ناس سورې سره د قرآن کلماتو تفسیر له ۱۰ نه تر ۱۲ عمر لرونکو، د د نیم قرآن حفظ له کهف سورې تر ناس د ۳۰ سپارې له مفاهیمو درک سره، او د درې څلورم قرآن حفظ کولو له انعام سورې تر ناس د ۹، ۲۰ و ۳۰ سپارو له مفاهیمو درک سره د ۱۰ تر ۱۸ عمر لرونکو لپاره په بیلا بیلو برخو کې سیالۍ شتون لري.
جمال نورالدین زیاته کړه: د ټول قرآن کریم حفظ د نساء، نور و حجرات سورتونو له مفاهیمو درک او شان نزول سره له ۱۸ تر ۲۰ کال عمر لرونکو لپاره او د ښکلې غږ لپاره له ۱۰ تر ۳۰ عمر لرونکي به د دې سیالو په نورو برخو کې ګډون کوې چې دا ګټونکو د لمانځلو جشن به د رمضان المبارک په میاشته کې د ولایت کفر الشیخ والي لخوا ترسره کېږي.
3962929

captcha