د ترکیې د ولسمشر د دفتر د اړیکو ادارې مشر فخرالدین آلتون، په جمهوري قبرس کې د قرآن کریم د دورو د بندیز په اړه د محاکمې د حکم په غبرګون کې وویل چې دا حکم د یو وچفكره او ايديالوژيكي تفکر محصول دی.
فخر الدین آلتون په ټویټ کې د قبرس اساسي قانون محاکمی لخوا د قرآن کریم د زدکړې په اړه د دیني چارو وزارت اعتراض ته په اشارې سره وویل: داشان کار، د ښاریزو د ازادۍ او اساسي حقوقو لغو کولو په لار کې یو ګام ګڼل کېږي.
هغه په دوام کې ټینګار وکړ چی نشي کیدۍ د دینی زدکړو د مخنیوي لپاره، سکولاریسم د توکي په توګه وکارول شي.
هغه دا پریکړه د مذهب او عقیدې د آزادۍ پروړاندې د قضایي کودتا په توګه بیان کړه او ټینګار یې وکړ چې دا د هر چا دنده ده چې دیموکراسۍ ته درناوی ورکړي او د دې نه منلو وړ پریکړې په وړاندې عکس العمل وښایي.
3964877