په پېښور کې د ایران د کلتوری سازمان په همت د پاکستان د خیبرپختونخوا د ولایت په سطحه د قاریانو او حافظانو ترمینځه دو ورځنۍ قرآني مقابلې ترپای ورسیدې.
د پای مراسم د دغه سازمان د مشر مهران اسکندریان، مولوی محمد شعیب، علامه عابد حسین شاکري او د مذهبی او قرآني شخصیتونو په شتون سره ترسره شو.
د سیالۍ کوونکو داوري د حفظ، تجوید او قرانکریم د حسن تلاوت د قانون (قاعدې) له مخې ترسره شوه او د سیالیو په پای کې له دریو برخو نهه غوره کسانو ته تصدیق پاڼې، شیلډ او نغدې جایزې ورکړ شوې.