لمیادین ټيلیویژنی چینل راپور ورکړی ،په نیواکي قدس کې د ارتدوکس روم کلیسا ستر پادري عطا ا... حنا دقدس د نړیوالې ورځې په مناسبت پخپل پیغام کې د نړۍ له درستو پتمنو، مسلمانانو ،مسیحیانوغوښتني دي ،دقدس ښار دې یوازې پرې نږدي او هغه جلادان چې قدس او دهغه بچیان او سپيڅلتیاوې ، تاریخ او هویّت ئې ، په نښه کړی دی ،له مینّځه یوسي .
عطاء ا... حنا زیاته کړې ده ، فلسطیني مسیحیان د فلسطین دملت یوه اساسی مولفه او قومیّت شمیرل کیږي او د فلسطین له ټاټوپی سره پخپل تعلق ویاړ کوي .
د روم ارتدوکس کلیسا ستر پادري ددې خبرې په کولو سره چې د فلسطین آرمان ، یوه داسې موضوع ده چې مسلمانان او مسیحیان ئې د فلسطینیو بچیانو په عنوان سره دیوه بل ترڅنګ سره غونډ کړي دي ، وئيلي دي ،د یهودي کولو د دسیسې په وړاندې او د فلسطین د موضوع په نوي کولو کې دې د قدس په نړیوالې ورځې او نورو وختونو او مناسبتونو کې د قدس دفاع ، د نړۍ د درستو خلکو لپاره یوه ایماني، انساني ، اخلاقي او ملي دنده ده .
سبا په درستې نړۍ کې د روژې دمبارکې میاشتې وروستۍ جمعه د قدس دنړیوالې ورځې په توګه په پرتم سره، البته د کرونائي بحران له امله دغه دستورې د روغتیائي پروټوکولونو په اساس لمانځل کیږي