د قدس د نړیوالې ورې په مناسبت د پروګرامونو په دوام کې په پېښور کې د ایران کلتوری سازمان »د اسلامی نړۍ د وحدت محور قدس« تر عنوان لاندې یوه غونډه په پېښور کې د ایران د کونسلګرۍ په همکارۍ سره د علمي شخصیتونو او عالمانو په شتون کې ترسره کړه.
په دې غونډه کې د پېښور د پوهنتون استادانو، ځایی دینی عالمانو، په پېښور کې د ایران د کلتوری سازمان او د ایران د کونسلګرۍ کارکونکو په ګډون سره له بیلابیلو مکتب فکر کسانو ګډون وکړ.
دا غونډه د قرآن کریم د آیتونو په تلاوت سره پيل شوه او په دوام کې یې د پېښور د پوهنتون د نړیوالې چارو پوهنځي مشر حسین سهروردي، د عالمانو او مشایخو د نړیوالې شورا مشر مولوی محمد شعیب، د اهل حدیث جماعت مشر مقصود سلفی، په خیبرپختونخوا ولایت کې د جمعیت علمای اسلام ګوند مشر مولوی اقبال حیدری، د عارف حسین الحسینی د مدرسې استاد او امام جمعه عابد حسین شاکري او نورو علمي، کلتوری او دینی شخصیتونو د قدس په اړه خپل خیالات وړاندې کړل او د قدس ورځ لمانځلو ، په فلسطینانو ظلم او د صهیونیسټي رژیم لخوا په بیت المقدس چې د مسلمانانو لومړې قبله ده قبضه په محکوم کولو سره له مسلمانانو د اتحاد او یووالۍ غوښتنه وکړه.