د فلسطین داسلامی مقاومت غورځنګ حماس دسیاسی دفتر مشر اسماعیل هنیه داسلامی انقلاب معظم لارښود ته په یوه پیغام کې په نیواکي قدس کې دروانو بدلونونو او پيښو په بیانولو سره ، داسرائيلي نیواکګرو دجنایتونو ددرولو او دقدس له اوسیدونکو څخه دملاتړ لپاره داسلامی نړۍ دپریکنده دریځ غوره کولو غوښتنه کړې ده .
اسماعیل هنیه نن داسلامی انقلاب معظم لارښود حضرت آیت ا... العظمی سید علی خامنه اي ته په دغه پیغام کې ټینګار کړی، د قدس او باب العامود سیمې او شیخ جراح او همداراز دالاقصی جومات او دهغه د معتکفینو په ضد د صهیونیسټانو حملې او تیري ، دښارګوټو جوړونې ته د رواوالي ورکولو ، دفلسطنیانو دکوچولو ، د دوي دکورونو دمصادره کولو او د الاقصی جومات د ځاي او وخت د ویشلو او ددغه مقدس ځاي د وضعیّت د بدلولو لپاره د نیواکګر رژيم د مشرانو له خوا پراخې هڅې دي .
د حماس غورځنګ دسیاسی دفتر مشر روښانه کړې ده ، د صهونیسټ رژيم جنایتونه له درستو سرو کرښو تیر شوي او د اسلامی امت احساسات او سپيڅلتیاوې ئې داغي کړي دي او دقدس ښار او د هغه اسلامی تاریخ او موجودیّت ، ددغې سیمې دا وسیدونکو رواحقوق او راتلونکی او رزق او روزي ئې په نښه کړې ده ، او همداشان ئې نیغ په نیغه الاقصی جومات او دهغه ساتونکي هم په نښه کړي دي .
اسماعیل هنیهّ د صهیونیسټ رژيم دجنایتونو په وړاندې د پریکنده دریځ دغوره کولو لپاره د اسلامی نړۍ د سملاسي خوځښت او د فلسطین دملت ، د هغو دټاټوبي اوپه قدس نیواکي ښار کې دهغو دسپيڅلتیاؤ په تیره بیا د الاقصی جومات په ضد د وحشي ډوله صهیونیسټانو دجنایتونو د دوام او ددغه تیریګر دښمن دمخنیوي په خاطر ، د اسلامی نړۍ ، او د نړیوالو ،اسلامی او عربی ډيپلوماسۍ د بسیج کولو لپاره دهلو ځلو غوښتنه کړې ده.