IQNA

لعنت په هغو چې د افغانستان غنچې او تازه غوټۍ يې ذرې ذرې کړې

10:00 - May 12, 2021
د خبر لمبر: 3484300
تهران(ایکنا) - د خدای لعنت دې وي په هغو جنايتکارانو چې د افغانستان بې ګناه او مظلومې غنچې او تازه غوټۍ يې ذرې ذرې کړې.
د اسلامي انقلاب ستر لارښود: لعنت دې وي د خدای په هغو جنایتکارانو چې د افغانستان بې ګناه او مظلومې غنچې او تازه غوټۍ یې ذرې ذرې کړې.
 د اسلامي انقلاب ستر لارښود ایت الله العظمی خامنه ای په افغانستان کې د وروستۍ خونړۍ پېښې په اړه د ژور خپګان په څرګندولو سره  دغه پېښه په کلکه وغندله.
د (سه شنبه) مازیګر د محصلانو د تنظیمونو له استازو سره په تصویري  کتنه یا ویډیویي کانفرنس کې په اسلامي نړۍ یعنې په فلسطین او افغانستان کې د وروسیتو دوو ترخو او خونړیو پېښو په غندلو او پرې د ژورې خواشینۍ په څرګندولو سره وویل: د خدای لعنت دې وي په هغو جنایتکارانو چې د افغانستان بې ګناه او مظلومې غنچې او تازه غوټۍ یې ذرې ذرې کړې.
دوی همداراز  په مسجد الاقصی، قدس شریف او نورو فلسطینیو سیمو کې د صهیونسټانو وحشیانه او ظالمانه جنایتونو ته په اشارې سره وویل: دغه جنایتونه د نړیوالو د سترګو په وړاندې دي او ټول باید د هغو په غندلو سره، په خپله دنده عمل وکړي.
 ایت الله خامنه ای زیاته کړه: صهیونسټان بې د زور له ژبې په بل څه نه پوهیږي نو فلسطینیان باید د خپل طاقت او مقاومت په زیاتولو سره، جنایتکاران تسلیمیدو او د وحشیانه اقداماتو ودرولو ته مجبوره کړي.
معظم رهبر په دغه کتنه کښې همدارنګ د محصيلينو ګڼ شمېر تنظيمونه د هېواد لپاره يو ستر فرصت وبلۀ او په مختلفو اجتماعي، علمي او سائنسي مسائلو کښې د فکر د توليد او بدلوني او جهادي حرکتونو مخ په وړاندې بوتلونکو مرکزونو په توګه د هغوي په رول لوبونې باندې په تاکيد سره وويل: د کورونا له خطر نه په ډک مېدان کښې د جهادي ځوانانو شتون ، په فرانس کښې د اسلامي مقدساتو د سپکاوي د نشريې د قضيې ، د کابل د ښؤنځي د چاودنې ، د فلسطين او يمن د مسائلو، د اېف اے ټي اېف په قضيه کښې د دريځ نيونې، او په ايټمي موضوع کښې د پارلېمان د سټراټيجکې مصوبې د تقويت په شان نړيوالو مسائلو په وړاندې فعاله شتون د محصيلينو د تنظيمونود اقداماتو د ستائنې وړ نمونې دي چې دا ډول دريځ نيونې د محصيلينو د تنظيمونو تشخص هم پياوړے کوي.
حضرت آيت ا... العظمی خامنه اي د محصيلينو له تنظيمونو څخه هيله د هغوي د ديني او انقلابي بنياد پياوړتيا او د نفس د تذکيې مهمه مسئله وبلله او زياته يې کړه، د نفس اصلاح او تذکيه په اجتماعي او انقلابي مبارزاتو کښې زيات تاثير لري او امام خميني (رح) به فرمايل چې له امريکې نه د ويرې وجه د نفس اصلاح او تذکيې نيشتوالے دے.»
معظم رهبر په آخر کښې زياته کړه، په دويمه درجه کښې پکار دے په يو ښه او غوره انتخاب سره پکار دے داسې کس په اقتدار کښې راوستلې شي چې مومن، انقلابي، اهليت لرونکے، ولسي، له اميد نه ډک، په ځوانانو او کورنيو توانمنيو باندې اعتماد لرونکے او په حقيقت کښې انصاف پسنده او د فساد او کرپشن مخالف کس وي.
د اسلامي انقلاب د ستر لارښود سایټ

captcha