د کابل ښار په لویدیځ کښې د سید الشهدا د ښوونځي د زده کړې کادر ، معلمانو او خلکو د انجلیو زده کونکو په وینو کښې لیت پیت کولو کښې د ترهګرو ډلو د جنایت په غندلو کښې د ایران د اسلامي انقلاب د ستر لارښود وروستۍ څرګندونې د د غه ښوونځي د شهیدانو د روح د خوشحالیدا او د وژل شویو کسانو د خپلوانو د تسلی سبب وبللې .
د ایران د اسلامي انقلاب ستر لارښود حضرت ایت الله العظمی سید علي خامنه اي په تیرې سه شنبې ورځ د افغانستان د پلازمینې کابل په «دشت برچي» سیمه کښې په سید الشهدا ښوونځي ترهګره حمله وغندله او ویې وویل د خدای لعنت دې وي په هغو جنایتکارانو چې د افغانستان بې ګناه زده کونکي یې ووژلې او هغوې یې په وینو کښې لیتې پیتې کړې او دغو ټروریسټانو د دغو ځوانو انجلیو په شهیدولو سره خپل جنایت نور پسې پراخ کړ .
د کابل ښار په« دشت برچي» سیمه کښې په سید الشهدا ښوونځي کښې په ترهګرې حملې کښې تراوسه یوسل دیارلس (۱۱۳) زده کونکي شهیدانې شوي او څه د پاسه یوسل پنځوس (۱۵۰) نورې ژوبلې شوي دي .
تراوسه د دغه ترهګر جنایت ذمه واري چا پرغاړه نه ده اخیستي خو معلومه شوي ده چې د افغانستان د خلکو دوښمانان اصلا اسلام او انسانیت نه پيژندي او دوې د هیواد د خلکو دوښمانان دي .
شناندي وايي په افغانستان کښې هره ترهګره پیښه د امریکا په ګټه ده او هره ډله چې په دغه هیواد کښې کومه ټروریسټي پيښه یا حمله کوي نو دوې نیغ په نیغه د امریکا او د واشنګټن د ملګرو د ګټو خدمت کوي