IQNA

د مدیریتي کمزوریو او د ناکارندوالو د حل لاره د وړ کس ټاکل دی

23:59 - June 05, 2021
د خبر لمبر: 3484352
تهران (ایکنا) - د اسلامي انقلاب ستر لارښود په ټاکنو کې د ټولو خلګو او پرګنیو په حضور باندې د امام خمینی ره ټینګار ته په اشارې سره د یو وړ او صالح کس ټاکل د ستونزو او ګډوډیو د هوارولو چاره وباله.
حضرت ایت الله خامنه ای د امام خمینی ره د تلین په مناسبت په خپلو وېناو کې په ټاکنو کې د ټولو خلګو په ګډون باندې د امام خمینی ره ټینګار ته په اشارې سره سره د یو وړ او صالح کس انتخاب د ستونزو او ګډوډیو د هوارولو چاره وباله او په ټولنیز عدالت باندې د ولسمشر په پابندی او له فساد سره مبارزې او د کورني تولید د ظرفیت د زیاتولو د اړتیا په اړه د ځینو ټکو په بیانولو سره زیاته کړه: خلګ دي په ټاکنو کې د ګډون او د نورو د تشویقولو لپاره ځان ملزم وګڼي.
هغوی د انقلاب تر بریالیتوب وروسته په شپږو میاشتو کې د اسلامي جمهوریت د نسکورېدو په اړه د نړیوال د سلطه غواړو ناسمو وړاندوینو ته په اشارې سره زیاته کړه: د امام کرنده توب او صلابت او په جنګ او نورو مسالو کې د ولس ځلانده بریا، دغه پروپاګنډا کمزورې کړه، لیکن د امام خمینی تر رحلت وروسته د اسلامي جمهوریت بدغواړو یو ځلي بیا د نظام د زوال په اړه خپلي شومي هیلي تکرار کړې.
هغوی د انقلاب په لومړیو کې د اسلامي جمهوریت د پرمختګ او د اقتدار د دښمنانو د وړاندوینو ماتي ته په اشارې سره زیاته کړه: د امام خمینی د نظام د پاتي کېدو پرتمین راز د دوو ټکو یعني جمهوریت او اسلاميت ملتیا وباله.
حضرت ایت الله خامنه ای د اسلامي جمهوریت د نظام نوښت د امام خمینی ره ستر کار وباله او زیاته یې کړه: زموږ د بزرګوار امام کار دا و چي  د اسلامي جمهوریت فکر او نظریه رامینځ ته کړه او هغه یې د مختلفو سیاسي نظرونو په دګر کې راوست او بیا یې پلي کړ.
د اسلامي انقلاب معظم رهبر د دې په بیانولو چي امام ره د جمهوریت او اسلامي ټکي یعني د اسلام حاکمیت او د ولس حاکمیت د ستونزو چاره بلل، وویل:  حضرت امام خمینی ره د اسلامي جمهوریت دغه نظریه رامینځ ته کړه او هغه یې د نړیوالو سیاسي نظریو په ډګر کې راوست او د خلګو په ځواک او د خپل معرفت په یې مټ پلي کړه.
هغوی په دې باندې په ټینګار سره چي امام ره د اسلام حاکمیت او د خلګو حاکمیت د ستونزو د حل لاره بلل، زیاته کړه: هر وخت چي د خلګو له رول څخه استفاده شوې او د اسلام د حدودو خیال شوی پرمختګ مو کړی دی او هرکله چي له دغو دوو اصولو څخه سرغړونه شوې پرمختګ مو نه دی کړی.
د انقلاب معزز رهبر د خپلو وېناو په وروستیو برخو کې په ټاکنو کې د ځینو نوماندانو د عدم صلاحیت په اړوند یوې دیني او انساني فریضې یادونه وکړه او ویې ویل: د یو ځینې هغو کسانو په حق کې چي صلاحیتونه یې تائید شوي نه دي تېروتنه وشوه او د هغوی ګرانو کورنیو پوري ناسمي ادعاوې وتړل شوې چي وروسته معلوم شو دغه ادعاوې حقیقت نه لري.
حضرت ایت الله خامنه ای په مجازي فضا کې دغو مواردو ته په اشارې سره ټینګار وکړ چي د ابرو ساتنه د انساني له لوړو حقوقو څخه دي نو له مسئولو ادارو څخه مي غوښتنه دا ده چي په کوم چا پوري ناحق تورونه لګوي شوي د هغه جبران وشي.
3975570
captcha