IQNA

طالبان: که بهرنیان خپل شتون ته دوام ورکړی نو ورسره جنګیږیږو

15:37 - July 05, 2021
د خبر لمبر: 3484400
تهران(ایکنا) -هغه د وروستیو جګړو په اړه ویلي چې دوی د زور له لارې واک ته رسېدل نه غواړي خو د بهرنیانو شتون هم ورته د منلو نه دی.

د افغان رسندویو له راپور سره سم  طالبانو یو ځل بیا له افغانستانه د بهرنیو پوځیانو پر وتلو ټینګار کړی او ویلي دي چې باید ټول بهرني ځواکونه له افغانستان ووځي.

د دغې ډلې یوه ویاند او د قطر دفتر غړي سهیل شاهین ویلي چې دوی په افغانستان کې د هېڅ بهرني عسکر شتون نه مني او د دیپلوماتیکو اداراتو له غړو او ملکي بهرنیانو سره هېڅ راز ستونزه نه لري.

هغه د وروستیو جګړو په اړه ویلي چې دوی د زور له لارې واک ته رسېدل نه غواړي خو د بهرنیانو شتون هم ورته د منلو نه دی.

نوموړي د بهرنیو ځواکونو د حضور د دوام په صورت کې د جګړو د پراختیا خبرداری هم ورکړی دی.

سهیل شاهین داسې مهال دغه څرګندونې کوي چې طالبانو په بېلو ولایتونو کې خپل بریدونه ډېر کړي دي او هڅه کوي د خپل نفوذ سیمې پراخې کړي.

خو افغان حکومت بیا وایي چې د ولسوالیو سقوط او د سیمو نیول موقتي دي او بېرته یې له طالبانو نیسي.

که څه هم طالبان له افغانستان د بهرنیو پوځیانو پر وتلو ټینګار او پر وړاندې یې د جګړو خبرداری ورکوي ورسره هم مهاله برېتانیا ویلي ښايي ځینې ځانګړي ځواکونه یې په افغانستان کې پاتې شي.

تېره ورځ د برېتانیا ټول عسکر له افغانستان ووتل، خو ددغه پوځ یوه لوړپوړي غړي برتانوي رسنیو ته ویلي چې ځينې ځانګړي ځواکونه به یې په افغانستان کې پاتې کېږي.

ددغه پوځي چارواکي په خبره د عسکروله پاتې کېدو یې موخه د ترهګرو ډلو د فعالیتونو څارل او افغان ځواکونو ته د مشورې ورکول دي.

سرچینې ویلي په افغانستان کې وېره ډېره شوې ده، ځکه طالبانو یوازې له بهرنیانو سره سوله کړې ده او له جګړو یې ښکاري چې له افغان حکومت سره سولې ته نه دي تیار.

دغه پوځي نه ده روښانه کړې چې عسکرڅومره دي او تر کومې نېټې به په افغانستان کې وي خو وايي چې د عسکرو د حضور د مودې په اړه به برتانوي امنیتي ادارې پرېکړه کوي.

parstoday.com

captcha