د سولې په بین الافغاني غونډې کښې ګډون کونکو لورو چې پرون او نن په تهران کښې وشوه شپږ(۶) ماده ییز خبر پاڼه خپره کړه .
د دغه بیانیې په شپږګوڼه چورلیزونو کښې ویل شوي دي ګډون کونکي پلاوي په افغانستان کښې د سولې د تامینولو په هکله د ایران د اسلامي جمهوریت د ښه نیت او هڅې او د تهران د میلمه توب مننه کوي .
په دغه بیانیې کښې ویل شوي دواړه لوري د جنګ د دوام له کبله د خطرونو په ګډ درک او هغه تاوان په هکله چې د هیواد سلامتیا ته متوجه کیږي موافقې ته ورسیدل چې جنګ د افغانستان د مسلې حل لاره نه ده او باید د سوله ییزې او سیاسي حل لارې ته د رسیدا لپاره د ټولو هڅو په هکله ارخ نیونه وشي .
په دغه بیانیې کښې ټینګار شوی دی په تهران کښې د سولې خبرې په صمیمانه فضا کښې وشوې او ټول مسائیل په مفصل ډول او په صراحت سره مطرح شول .
په دغه بیانیې کښې ټینګار وشو لوري د تهران غونډه د افغانستان د شخړې د سیاسي حل لارې د پیاوړتیا لپاره نوي زمینه او فرصت ګڼي .
د بین الافغاني خبرو غونډه د افغانستان د حکومت د استازیو ، د لوړپوړو شخصیتونو او د طالبانو د لوړرتبه پلاوي په ګډون سره پرون د ایران د اسلامي جمهوریت په کوربه توب او د خارجه وزیر محمد جواد ظریف په وینا سره په تهران کښې پرانیستل شوه .
جواد ظریف د دغه غونډې د پرانیستلو په مراسمو کښې په افغانستان کښې د روانو کړکیچونو د حل لپاره د افغانستان د بیلابیلو لورو ترمینځ د خبرو اترو له بهیر سره د مرستې لپاره د چمتووالي د اعلانولو په ترڅ کښې د سولې له ټینګیدا وروسته د افغانستان له هراړخیزه پراختیا سره د مرستې لپاره د ایران د اسلامي جمهوریت په ژمنې ټینګار وکړ .