د امریکا ولسمشر جوزف بایډن دپنجشنبې په شپه په یوې وینا کې وئیلی دي ،په افغانستان کې د دغه هیواد د پوځي ماموریت د اګست په یودیرشمه نیټه پاي ته رسیږي او هغه حاضر نه دی ، په د غه هیواد کې جنګ ته دامریکایانو بل نسل ولیږي . هغه د دوه زره څلور سوه اته څلویښت امریکائي پوځیانو وژل کیدا او د نورو شل زره اوه سوه دوه اویا ټپي کیداته په اشارې سره زیاته کړې ده ، د امریکائي پوځیان په لازیات شتون سره په دوي کې مرګ ژوبلې نوره هم زیاتیږي .
جوبایډن ټينګار کړی دی ، ټاکل شوې نه ده ، مختلفو موخو ته له رسیداڅخه له منطقي تمې پرته ، د امریکایانو یو بل نسل افغانستان ته دجنګ لپاره ولیږدم . بایډن ددې ادعا په مطرح کولو سره چې دامریکا پوځ په افغانستان کې خپل ماموریت په اغیزشیندونکي شکل ترسره کړی دی ووئیل ، پوځی قوماندانانو راته سپارښتنه کړې ده چې سملاسي له افغانستانه ووځو:: هغه همداراز دافغانستان د شل کلن نیواک په دفاع کې هم مدعي شوی ، مونږ اسامه بن لادن وواژۀ او په امریکا د حملې لپاره په یوه پلیټ فارم باندې دا فغانستان د بدلیدا مخنوی مو وکړ . هغه په یوې عجبیه ادعا کې ووئیل ، له افغانستانه د خپلو عسکرو ویستل باید له ویّتنامه زمونږ د پوځ له ویستلو سره پرتله نشي .
داپه داسې حال کې دي چې له افغانستانه د امریکائی عسکرو په ویستلو کې د بایډن ښکاره بیړه کول ، په بشپړ ډول هغې پیښې ته ورته دي ، لکه چې له ویتنامه د امریکائي عسکرو د ویستلو په وخت رامینځةشوي وه.د روسیې خارجه وزیر سرګئ لاؤروف هم دپنجشنبې په ورځې په یولړ څرګندونو کې وئيلی دي ، له افغانستانه دامریکائی عسکرو ویستل په حقیقت کې په دغه هیواد کې د خپل ماموریت دناکامیدا دمنلو په معنا ده .
دا په افغانستان کې د جنګ او په دغه هیواد کې د امریکائي ځواک دشتون د راتلونکي په زمینې کې د جوزف بایډن تر ټولو وروستی دریځ دی . هغه له دې مخکې ټينګار کړی ؤ چې دهغه ترټولو اوږد جنګ دختمیدا وخت چې امریکا ورسره لاس او ګریوان شوې ، رارسیدلی دی . بایډن له افغانستانه د امریکائي عسکرو د ویستلو ژمنه د ۲۰۲۱کال دستمبر تر یولسمې نیټې پورې مطرح کړې وه . په عین حال کې دهغه نوي څرګندونې ښئ چې واشنګټن د افغانستان دحکومتي ځواک او طالبانو ډلې ترمینځ دجنګ سختیدا او د طالبانو دپرمختګونو د بهیر دوام ته په پام سره بیړه کوي او نیّت لری له مخکیني ټاکل شوي وخته مخکې دغه ژمنه عملی کړي . داپه داسې حال کې دي ، چې شناندو د امریکائي او ناټو ځواک له وتلو وروسته په افغانستان کې د قدرت دخلا درامینځةکیدا او په افغانستان کې د داخلی جنګ د پراختیا لپاره له دې موضوع د طالبانو دناسمې استفادې په باب خبرداری ورکړی دی . وال سټریټ ژورنال ورځپاڼې په همداوروستیو کې په یوه راپور کې لیکلی دي ،د امریکا دپوځي چارواکو او اطلاعاتي شناندو تر ټولو وروستۍ لیدتوګه داده چې د افغانستان حکومت او پلازمینه کابل ، ممکنه ده ، د امریکائي پوځ له وتلو له شپږو میاشتو تر یوه کابل پورې نسکور شي . ه څه هم د افغانستان ولسمشر اشرف غني په دې موضوع ټينګار کوي ، چې ددغه هیواد پوځي ځواک په بشپړ ډول د طالبانو د شاتګ او دماتې ورکولو توانمنۍ لري ، خو ځيني کارپيژاندي د افغانستان به مختلفو سیمو کې دطالبانو پرمختګونو او اوسنیو پوځي او امنیتی بهیر ته په پام سره په دې اند دي ، چې له دغه هیواده دبهرنیو عسکرو په وتلو او په تیره بیا د هوائي ملاتړ په نه درلودلو سره ، اوس ددې خطره چې افغانستان د طالبانو منګولو ته ولویږي ، دوه چنده شوې ده .
له دغو اندیښنو سره سره ، البته داسې ښکاري ، دجوزف بایډن حکومت،له هر ډول ترینګلو نتیجو ته له پامه پرته ، یوازې له افغانستانه زرترزره په وتلو پسې دی . جوبایډن په سپینې ماڼۍ کې له اشرف غني سره پخپلې وروستۍ کتنې کې ژمنه ورکړې ، چې امریکا به دخپلو عسکرو له ویستلو وروسته هماغه شان له افغانستانه ملاتړ وکړي ، خو البته پوځي ملاتړ نه . دا په دې معنا ده چې ا مریکا په اوسنیو ډيرو بدو امنیتی حالاتو کې ، د افغانستان دحکومت دپوځي جدي ملاتړ او پشتیبانۍ لپاره هیڅ ګروهنه او نیّت نه لري . ا لبته د امریکا دغه دریځ له دې مخکې هم دبایډن د حکومت دلوړپوړو چارواکو له خولې بیان شوی دی .
د امریکادملی امنیت سلاکار جیک سالیوّن په تیر اپریل میاشت کې یعني له افغانستانه د امریکائي او ناټو ځواک د وتلو له پیلیدا څه موده مخکې دې ته په اشارې سره چې د هغو پيښو په باب چې له افغانستانه د امریکائي پوځیانو له وتلو وروسته رامینځةکیږي ،هیڅ ضمانت نشته، ټینګار کړ ی، بایډن په راتلونکي کې دبیرته ستنیدا لپاره هیڅ فیصله نه لري . دا څرګندونې د افغانستان راتلونکي ته دجوزف بایډن دحکومت د نظر دحقیقي ماهیّت او له دغه هیواده د امریکائي اوناټو ځواک له وتلو وروسته د دوي دامنیتي حالاتو په باب د واشنګټن دبشپړ بې مسئولیتئ ښودنه کوي . البته جوبایډن پخپلې وینا کې د خپلې فیصلې د توجیه لپاره ددې موضوع په ردولو سره چې په ا فغانستان کې د مریکا ماموریت ماته خوړلې ده مدعي شوی ، دافغانستان حکومت نسکویدا لیرې ښکاري او پر افغانستان د طالبانو کنټرول کول حتمي نه دي .البته ډيری کارپوهان او شناندي وائي امریکا اشرف غني ناامیده کړی او په ماتې کشتۍ ئې پریښودلی دی .