IQNA

عربستان د قربانۍ داختر ورځ اعلان کړه

20:39 - July 10, 2021
د خبر لمبر: 3484412
تهران(ایکنا) -د عربستان د میاشتې د لیدو د ادارې وئیلی دي ، د ذی الحجې میاشت  پرون د جمعې په ناوخته نه ده لیدل شوي او شنبه ورځ د ذی القعدې وروستۍ یعني دیرشمه ورځ دہ  او په دې توګه به سبا  یعني په یکشنبې ورځې د ذی الحجې لومړنۍ ورځ وي.

 ایکنا خبری آژانس  د روسیاالیوم  له قوله راپور راکړ د عربستان  لوړې محکمې  دجمعې په ورځې  دیوې اعلامیې په خپرولو سره  اعلان  کړی، چې  په عرفات  کې به  د توقف،یعني دعرفې ورځ د جولائي په اتلسمه نیټه  او د قربانۍ  د لوي اختر ورځ هم یوه ورځ وروسته ، یعني د جولائي   په نولسمه نیټه  ولمانځل شي .

دغه مرکز د عربستان د میاشتې د لیدو د ادارې  له قوله  وئیلی دي ، د ذی الحجې میاشت  پرون د جمعې په ناوخته نه ده لیدل شوي او شنبه ورځ  به د ذی القعدې وروستۍ یعني دیرشمه ورځ وي  او په دې توګه به سبا  یعني په یکشنبې ورځې د ذی الحجې لومړنۍ ورځ وي .

3982919

captcha