ایکنا خبری آژانس د الیوم السابع له قوله راپور راکړ، دمصر په الغریبه ولایت کې په المحله الکبری ښار کې دمصر د اوقافو د ادارط غړي اودیني مبلغ احمد سلیمان ابوزرفه چې د خپل عمر زیاتره برخه د دیني مبلغانو او حافظانوپه روزلو کې تیره کړې ،وئيل کیږي ،پخپل لاس ئې د قرآن کریم څه دپاسه پنځه سوه حافظان ،قاریان ،خطیبان او دجمې امامان روزلي دي .
هغه وائی چې دقرآن کریم حفظ ئې د خپل پلار په مرستې سره پيل کړي او په دولس کلنۍ کې ټول قرآڼ حفظ کړی دی . د ابوزرفه پلار هم دقرآن کریم ډیر قاریان روزلي دي چې ځیني ئې نن سبا د پوهنتون استاذان اوپه الازهر او اوقافو ادارې کې دینی مبلغان دي .
ابوزرفه د الازهر پوهنتون داصولو په پوهنځي کې د ابتدائي او مینځنی پړاؤ له زده کړو وروسته په طنطا څانګې کې ومنل شو او له دغه ځایه په ډیرو ښو نمبرو سره فارغ التحصیل شو او وروسته ئې د عسکرۍ د پړاؤ دتیرولو لپاره له پوځ سره یو ځای شو . وروسته بیا د مصر د اوقافو د وزارت ل خوا پخپل کلي کې د الاربعین جومات خطیب او دجمې امام منصوب شو او د اوقافو په وزارت کې له کابو دیرشو کلونو خدمتاتو وروسته دمصر د اوقافو وزارت په مبلغانو کې لوړ مقام ترلاسه کړ. هغه د خپل پلار لارې ته په دوام سره دکليۍ له اوسیدونکو په سلګونو کسان دقرآن قاریان او حافظان کړل چې په هغو کې ځيني نن سبا د پوهنتون استاذان ، ډاکټران او یا په لوړو څوکیو ګمارل شوي مسئولان دي چې په هغو کې یو شیخ یسري عزام دی چې د مصر ولسمشر عبدالفتاح السیبسی ورته په په یولړ دستورو کې جایزه هم ورکړې ده . ابو زرفه وائي پخپل ژوند کې ئې د قرآن کریم د حفظ په بدل کې له هیجا هیڅ ډول جایزه یا معاش نه دی اخستی ، ځکه قرآن کریم دهغه لپاره د دینا او آخرت تر ټولو لویه جایزه ده .
ابوزرفه ددې خبرې په کولو سره چې دهغه شاګردان اوس نور دهغه همکاران شوي دي ، ووئیل ، نن سبا ډيره خوشبختي او ویاړ احساس کوي ، چې تر دې دمه له خپلو پخوانیو شاګردانو سره هره ورځ لیده کاته کوي . دوي هماغه شان هره ورځ قرآن کریم تلاؤت کوي او دځينو کسانو تلاؤت او قرآءت تصحیح هم کوي .