IQNA

په آیسیسکو مرکز کې د قرآن او تاریخي انجیل نندارتون ترسره شو

19:18 - July 12, 2021
د خبر لمبر: 3484419
تهران(ایکنا) -په دغه نندارتون کې د تاریخ ، فلسفې ، طب ، ستور پيژندنې او دینی علومو په زمینې کې د اسلامی نړۍ په داخل او بهر کې دعلمی او فکري شخصیتونو تالیف شوی یو شمیر اثار دعامو خلکو دلیدو لپاره کیښودل شوي دي .

ایکنا خبري آژانس د آیسیسکو خبری سایټ له قوله راپور راکړ داسلامی ملګرتیا موسیسې د آیسیسکو ادارې  په مراکش کې د دغې موسیسې په مرکز کې په یوه نندارتون کې په کوفی خط سره قرآن کریم او  په  عربی ژبه  لوقا انجیل  دعامو خلکو نندارې ته وړاندې کړ .

په راپور کې وئيل شوي دي ، دغه نندارتون ددمراکش د اسلامی چارو  او د اوقاف وزارت او دمراکش په فاس ښار کې د فروبین پوهنتون د  کتابتون  په ملګرتیا سره پرانیستل شوی، چې دمراکش د فروبین پوهنتون   د خزانة القروبین نوې کتابتون  ځانګړي آثار او په مختلفو موضوعګانو  کې ډير تاریخي نسخې پکې  د عامو خلکو نندارې ته وړاندې شوي دي .

د دریمې قمري پیړۍ  سره د اړونده عربانو او له نقطې پرته  په کوفي خط سره  د قرآن کریم، له پنڅمې قمری پیړۍ سره اړونده په عربي لوقا انجیل ،د ابوداؤد سجستاني  ؛ الزهد :نومې کتاب ،د قاضي باقلاني  ؛په توحید کې هدایت نومې کتاب او له شپږمې قمري پیړۍ سره اړونده  د یحیی بن محمد بن عباد اللخمي  لیکل شوی  ؛ الموطاء: نومې کتاب پشمول  څه دپاسه شل نادرې خطي نسخې د عامو خلکو نندارې ته کیښودل شوي دي .

په دغه نندارتون کې  د تاریخ ، فلسفې ، طب ، ستور پيژندنې او دینی علومو  په زمینې کې  د اسلامی نړۍ په داخل او بهر کې  دعلمی  او فکري شخصیتونو   تالیف شوی یو شمیر اثار دعامو خلکو دلیدو لپاره کیښودل شوي دي ..

همداراز په نندارتون کې په شتون سره د قروبین پوهنتون د خطي نسخې د بدلونکي آزمیښت ځای یوې ډلې ، له پرمختللو ټيکنالوجیو څخه  په استفادې سره  ، د خطي نسخې دبدلولو تر ټولو مآدرنو رودو په باب هم توضیح ورکړ .

د وئیلو ده په فاس کې  خزانةالقروبین ،نومې کتابتون،  د مراکش د یو تر ټولو پخوانۍ کتابتون دی  چې په ۷۵۰هجري قمری کال کې تاسیس شوی او تر دې دمه  څو ځله مرمت او بیا رغول شوی دی.  

په دغه کتابتون کې موجود آثار ، د هغو پاچایانو ، دهیوادونو د  حاکمانو اوعالمانو وقف کړائ شوي ډالۍ دي چې  دغه ځاي ته ئې خبل نفیس او نادر کتابونه هدیه کړي دي . 

3983461

 

captcha