IQNA

لوور میوزیم د انسانی کلتور او تاریخ ترټولو ستره نړیواله هنری خزانه ده

21:02 - July 13, 2021
د خبر لمبر: 3484424
تهران(ایکنا) -د فرانسې په پاریس کې لوور میوزیم له ۱۷۰۳کاله راپه دې خوا تر دې دمه د عمومي میوزیم په توګه فعال دی او په عین حال کې د فرهنګ ، او بشری تاریخ او هنر د دنیا تر ټولو ستره هنري اوتاریخي خزانه شمیرل کیږي . په دې مینځومیان کې البته د اسلامی هنر په عنوان سره دمیوزیم په تر ټولو نوی برخې کې د قرآن کریم د ډيرو پخوانیو نسخو پشمول ځانګړي نسخې کیښودل شوي چې د هر لیدونکي نظر ځان ته جلبوي .

 ایکنا خبری آژانس راپور ورکړ د فرانسې په پاریس ښار کې د نړۍ په هغه میوزیم کې  چې  ترټولو زیات کتونکي لري ،  او لوور میوزیم نومیږي ، په مختلفو برخو کې ئې  څه دپاسه پنځه دیرش زره هنري آثار ساتل کیږي .

د پاریس  لوور میوزیم یوه ترټولو نوي برخه   اسلامی هنرونو ته بیله ده . دغه برخه چې  پانګه ئې د فرانسې دحکومت له خوا تامین شوي ، عربستان ،مراکش کویت ،عمان آذربایجان  جمهوریت  له خوا ورسره تعاؤن شوی  او په دغې برخې کې څه دپاسه درې زره پخواني هنری آثار ساتل کیږي  چې   له اومې پيړۍ رانیولې  تر نولسمې پیړۍ پورې  له پړاؤ سره اړه لري .

 دغه آثار د میوزیم په دوو پوړونو کې نندارې ټه وړاندې شوي . ددغو آثارو په یوې برخې کې ډير خوشخطه آثار هم ترسترګو کیږي ،  عربی خط په درستو اسلامی هنرونو کې موندل کیږي .  په اسلامی هنر کې خطاطي او خوشخطي د نورو هنرونو او نقاشیو په نسبت  له ډير اهمیّته برخمنه ده ، ځکه  یوه عملي چاره بلل کیږي او له بل پلوه  دقرآن کریم نسخه  ددغو آثارو هغه  لومړنۍ برخه ده چې هر مسلمان خطاط ئې دځان لپاره ویاړ ګڼي . 

 د پاریس  لوور میوزیم  کې د قرآني آثارو ویډیوئي فلمونه هم نندارې ته وړاندې شوي دي . او په دغه  میوزیم کې  هغه   رحل  چې  قرآن کریم ورباندې کیښودل شوی لیدل کیدلی شي ، او دا  یوه ایراني مسلمان هنرمند جوړ کړی او له ۱۳۶۰لمریز کال سره اړه لري .

3982948

captcha